ډېر لوستل شوي

عامې روغتيا وزارت د «نري رنځ مخنيوی او درملنه» له خپلو لومړيتوبونو بللې

د عامې روغتيا وزير مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتيا نړيوال سازمان له مشر ايډوين سينيزا سلاوډور او د دغه سازمان د مرکزي او سيمه‌ييز دفتر د توبرکلوز (نري رنځ) برخې له مسوولينو سره کتلي دي.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دې لیدنه کې د نري رنځ اړوند خدمتونو د پياوړتيا، روغتيايي مرکزونو ته د اسانتياوو زياتولو، ناروغانو ته د معياري او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو، د تشخيص او درملنې د بهير اغېزمنتيا او د روغتيايي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو پر موضوعاتو خبرې شوې دي.

په دې ناسته کې ښاغلي جلالي ويلي: “د نري رنځ ناروغۍ مخنيوی او درملنه د عامې روغتيا وزارت له لومړيتوبونو ده او موږ هڅه کوو، چې د نړيوالو همکارو بنسټونو په ملاتړ، د هېواد ټولو اوسېدونکو ته معياري روغتيايي خدمتونه ورسول شي.”

مولوي نور جلال جلالي د روغتيا نړيوال سازمان د دايمي همکاریو ستاينه کړې او دا يې د روغتيايي نظام د پياوړتيا لپاره مهمه بللې ده. په خبرپاڼه کې راغلي، د روغتيا نړيوال سازمان مشر او د توبرکلوز برخې مسوولينو د نري رنځ پر وړاندې د مبارزې، د خدمتونو د پراختيا او له عامې روغتيا وزارت سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه