رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په استرالیا کې د وسلهوالو په ډزو ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
د دې رسنۍ د راپور له مخې دا پېښه د استرالیا په «بوندای» ساحل کې د یهودیانو پر مذهبي مراسمو د ډزو پرمهال شوې ده.
ویل شوي چې له پېښې وروسته دوه بریدګر نیول شوي او یو بل وژل شوی دی.
بلخوا د استرالیا لومړي وزیر «انتونی البانیزی» دا پېښه ټکانورکوونکې بللې ده.
په ورته مهال د اسرائیلي رژیم ولسمشر، اسحاق هرتزوګ په پېښه کې وژل شوي یهودیان ښودلي چې د شمعې بلولو لپاره په ساحل کې راټول شوي وو. تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې نه دی منلی او د استرالیا پولیسو هم د بریدګرو د هویت په اړه څه نه دي ويلي.

