د عامې روغتيا وزير، مولوي نور جلال جلالي د درملو اړوند عمده پلورونکو، توریدي شرکتونو او درملتونونو ټولنې له مسوولینو سره په ناسته کې پر بېلابېلو مسایلو بحث کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت لیکلي چې په دې ناسته کې د درملو د نرخونو پر کنټرول، له احتکار څخه د مخنیوي ډاډ او په بازار کې د باکیفیته درملو د شتون او مدیریت په اړه خبرې شوې دي.
د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې د ښاغلي جلالي له قوله لیکل شوي چې ولسونو ته د باکیفیته او په مناسب قیمت د درملو عرضه کول د ټولو ګډ مسوولیت دی او هڅه دې وشي چې د باکیفیته درملو لپاره پر بدیلو لارو کار وشي.
په دې کتنه کې د درملتونونو ټولنې مسوولینو په مارکیټ کې د درملو کمښت یا ورته ستونزو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اوسمهال په بازار کې په کافي اندازه درمل شته.
د دوی په وینا چې په دې برخه کې تر اوسه له کومې لویې ستونزې سره نه دي مخ شوي او تر ډیره ولس ته ډاډ ورکوي چې د درملنې لپاره به د درملو له کمښت سره نه مخ کیږي.

