ډېر لوستل شوي

بلوچستان کې د وسله‌والو پراخ بريد؛ ښار کې يې دولتي ودانۍ کلابندې کړې

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی، چې د بلوچستان په پنجګور کې وسله‌والې ډلې له چاودنو وروسته سخته جګړه کړې چې په پايله کې يې يو شمېر دولتي ودانۍ هم کلابندې کړې دي.

د بلوچستان پوسټ رسنۍ د ځايي روغتون چارواکو په حواله ويلي، په دې پېښه کې يو پوليس او يو بل کس وژل شوي او دوه نور پوليس ټپيان شوي دي.

د یادې رسنۍ راپور پر بنسټ، بريدکوونکو يو بانک ته د اور اچولو ترڅنګ د پوليسو پر حوزې او دولتي دفترونو هم بريدونه کړي دي.

پاکستاني رسنيو په دې راپور کې زياته کړې، په سیمه کې مخابراتي شبکې تړل شوې او تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

اړوند خبرونه