ډېر لوستل شوي

لغمان، جوزجان او پروان کې درې خپلمنځۍ شخړې حل شوې دي 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي چې د لغمان په «الینګار» ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې ده.  

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا دښمني د دوو کورنیو ترمنځ د مېرمنو پر سر رامنځته شوې او د ځايي مسوولینو او قومي مشرانو په هڅو پایته رسول شوې ده.  

سرچینې لیکلي چې بلخوا د جوزجان د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسوولینو، قومي مشرانو او علماوو په هڅو د دغه ولايت په مرکز شبرغان کې د تېرو شاووخوا پنځلس کلونو لويه شخړه پایته رسول شوې ده. 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت همداراز لیکلي چې په پروان ولایت کې هم د ملکیت پر سر رامنځته شوې اته کلنه شخړه حل او دواړو لوریو سولې ته غاړې اېښې ده.

د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په هېواد کې لسګونه خپلمنځۍ شخړې حل شوې دي.

اړوند خبرونه