کابل ښاروالۍ خبر ورکړی چې د ښار له بازارونو راټول شوي ۴۹ زره ۲۴۹ کیلو ګرامه بېکیفیته او «تاریختېر» توکي له منځه وړل شوي دي.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا توکي د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریالساتنې ریاست له لوري راټول شوي وو.
د خبرپاڼې له مخې: *”په دغو توکو کې شیدې، ملایي، بسکویټ، غوړي، پنیر، د لوبیا او ماهي کنسرو، د رومي بادنجانو روب، چپس او پاپړ، شامپو، صابون او غیرالکولي څښاک توکي شامل وو.”*
د کابل ښاروالۍ مسوولینو له ټولو پلورونکو غوښتي چې د تېر وخته او بېکیفیته توکو له پلورلو ډډه وکړي او همداراز ښاریان دې د توکو د پېرلو پر وخت د هغوی نېټې او کیفیت ته پام وکړي.

