د غزني د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د یاد ولایت په ګیرو، اندړو، مرکز او خوګیاڼو ولسوالیو کې د ۷٫۲ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو ښوونځیو د ودانیو رغنیزې چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
امید راډیو ته د غزني ولایت پوهنې ریاست رسنیز دفتر په رالېږلشوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې رغنیزو چارو کې د ودانیو فلسترکاري، رنګمالۍ، د چت کانکریټ، ایزوګام، د دروازو او کړکیو نصب او د کړکیو ښیښو ترمیمول شامل وو. بلخوا د پوهنې ریاست مسوولینو له زدهکوونکو څخه د ښوونځیو له ودانیو او شته امکاناتو د ساتنې غوښتنه کړې او په وینا یې چې په دې سره به د زدهکړو بهیر په یو مناسب او خوندي چاپېریال کې دوام ومومي.

