ډېر لوستل شوي

ملګري ملتونه: سختو ورښتونو د غزې د بې‌ځایه شویو وضعیت لا پسې خراب کړی

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د تېرې اوونۍ سختو بارانونو په غزه کې د سلګونه زره بې‌ځایه شویو فلسطینیانو د ژوند شرایط خورا کړکېچن کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) ویاند جاناتان کرېکس ویلي، چې ماشومان په خېمو او لنډمهاله سرپناوو کې له سختو روغتیايي ګواښونو سره مخ دي.
نوموړي يو شمېر رسنيو ته ویلي، چې لمدې جامې، یخنۍ او خرابې هوا د ماشومانو د ناروغیو خطر زیات کړی دی.
د غزې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، یو ماشوم د سختې یخنۍ او لږ تر لږه ۱۱ تنه نور د ودانیو نړېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي دي. د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې نږدې ۵۵ زره کورنۍ د وروستیو ورښتونو له امله زیانمنې شوې دي.
همداراز، د تېرو دوو ورځو بارانونو له امله تر ۴۰ ډېرې بېړنۍ سرپناوې تر اوبو لاندې شوې او ګڼې کورنۍ بیا ځلې بې‌ځایه شوې دي. د سره صلیب نړيواله کمېټه دغه وضعیت د اندېښنې وړ بللی او د بشري مرستو د زیاتولو غوښتنه یې کړې ده.

اړوند خبرونه