د ډایکندي د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د کجران ولسوالۍ په «تاریک نو او پیتاب ساغوم» کلیو کې د ۳.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د ترمیم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د ځايي مسوولينو په وينا، په دغو پروژو کې د دوو څاګانو کیندل، د ۲۰ متر مکعب وړتیا لرونکو د پاکو اوبو د دوو ذخیرو جوړول، د ۶۸۲ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول او د ۱۶ سولر تختو نصب شامل دي. د یادو شبکو د تطبیق پر مهال لسګونه کارګرو ته د کار زمینه برابره شوې او له بشپړېدو سره سم یې د یادو کلیو ۳۲۶ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو د لاسرسي زمینه هم برابره کړې ده.

