ډېر لوستل شوي

د عامې روغتیا وزیر د «دودیزو درملو» نړیوالې سرمشریزې کې ګډون کړی

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي هند ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دودیزو درملو اړوند د روغتیا نړیوال سازمان په دویمه نړیواله سرمشریزه کې ګډون کړی دی.

ياد وزارت وايي، دا غونډه د هند د ایوش وزارت په همغږۍ جوړه شوې، چې پکې د نږدې ۱۰۰ هېوادونو استازو، د ۲۳ هېوادونو د روغتیا وزیرانو، مسلکي متخصصینو او د روغتیا نړیوال سازمان د بېلابېلو حوزو مسوولینو ګډون کړی دی.

په سرمشریزه کې د دودیزې درملنې پر معیاري کېدو، د اړوندو کسانو پر روزنه، د دودیزې درملنې پر رسمیت پېژندنه او د تجربو پر شریکولو خبرې شوې دي. عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې په دې کنفرانس کې د ګډون موخه په افغانستان کې د دودیزې درملنې معیاري کول ښودلي دي.

اړوند خبرونه