ښایي کله-کله په کلیزه کې له ځینو نړیوالو ورځو سره مخ شوي یاست او له ځانه به مو پوښتي وي چې د دغو ورځو ارزښت به څه وي او په کومه موخه ورته دا ورځ ټاکل شوې؟ ځینې ورځې چې په نړیواله کچه نمانځل کیږي، له ځانګړي ارزښت و اهمیته برخمنې دي او رښتیا هم په دې برخه کې د پوهانو کار د ستاینې وړ دی. د بېلګې په ډول، څو اونۍ وړاندې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ په پرتمینو غونډو ونمانځل شوه. دغه ورځ موږ و تاسو ته دا رازده کوي چې هر انسان په خپله مورنۍ ژبه د ګړېدلو، زده کړو او د نظر د اظهار حق لري.
د مارچ ۲۱مه یوه بله غوره او پرځای ټاکل شوې ورځ ده. بدبختانه چې دا ورځ هیواد کې په لویه څه چې په کوچنۍ کچه هم وننمانځل شوه. زه د ځنګلونو نړیواله ورځ یادوم. د مارچ ۲۱مه په ټوله نړۍ کې له ځانګړو پیغامونو سره نمانځل کیږي. ځنګلونه د ځمکې ګاڼه ده او د ټولو ژویو لپاره اکسیجن چمتو کوي.
څېړنې ښیي چې د ځمکې مخ په تېرو دوو، دریو سوو کلونو کې د اوس په پرتله ډېر شین او زرغون وو، خو د انساني فعالیتونو، د کرځمکې د پراخونې، وچکالي او نورو طبیعي او انساني لاسوهنو له وجې یې کچه ورځ په ورځ راټیټه او یا محدوده شوه.
نړۍ کې په همدې ورځ په ټولنیزو رسنیو ګټور او سپارښتیز پیغامونه او تصویرونه خپریږي، بنرونه چاپیږي، د طبیعت او د ځنګلونو د ګټو او ارزښت په پار سیمینارونه داییریږي او نور… .
د افغانستان ځمکه د نورو هیوادونو په پرتله کمه په ځنګلونو پوښل شوې ده او دا هغه هیواد دی چې بچیان یې بې بندوباره د دغو حیاتي پدیدو ژوند اخلي.
که څه هم افغان حکومت په دې وروستیو کلونو کې دې برخې ته پام کړی، خو لا هم بسنه نه کوي. مثلا، افغان حکومت د ځنګلونو د غوڅونې او قاچاق د مخنیوي په خاطر د شنې قطعې په نوم یوه ځانګړې قطعه رامنځته کړه چې په ټول هیواد کې یې د ځنګلونو له ناقانونه وهونکو او قاچاقوونکو پر وړاندې خپل فعالیت په پرېکنده ډول پر مخ یووړل او لا یې هم وړي. دغه راز افغان حکومت سږ پسرلی اعلان وکړ چې په ټول هیواد کې به لسګونه میلیونه نیالګي کېنوي. یوه خبره بیا-بیا د ټینګار وړ ده او هغه دا چې د ځمکې دا معصومه کره موږ په خپل لاس هم جنت کولی او هم دوزخولی شو؛ نو راځئ چې لاس په لاس د خپل کلي، ولسوالۍ، ولایت، هیواد او د ټولې نړۍ د زرغونتیا په موخه لاس په کار شو.