ډېر لوستل شوي

پاکستان کې د سياسي کړکېچ ژوروالی: عمران خان او مېرمن یې په ۱۷ کلونو بند محکوم شوي

په پاکستان کې یوې ځانګړې محکمې نن د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بُشرا بي‌بي د فساد په یوې قضیه کې هر یو په ۱۷ کلونو بند محکوم کړي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، یادې محکمې عمران خان او د هغه مېرمن ته د ۱۶ اعشاریه ۴ میلیونه پاکستانۍ کلدارو نغدي جریمه هم ټاکلې ده.

راپورونه وایي، دا قضیه د دولتي ډالیو د درغلۍ په تړاو ده، چې عمران خان او د هغه مېرمن په ۲۰۲۱ کال کې له سعودي عربستان څخه ترلاسه کړې وې. د یادونې ده، چې د یادې پرېکړې له اورول وروسته، د پاکستان په سیاسي فضا کې پراخ غبرګونونه راپارېدلي دي.

اړوند خبرونه