د امریکا بهرنیو چارو وزیر «مارکو روبیو» وایي چې پاکستاني حکومت له سپینې ماڼۍ غوښتي چې پاکستاني ځواکونه په غزې تړانګه کې ځای پرځای شي.
روبیو پرون خبري غونډې ته ویلي، دا غوښتنه د پاکستان وه چې ځواکونه یې دې د «سولهساتو ځواکونو» په چوکاټ کې غزې ته واستول شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر له امریکا څخه د پاکستان د دې غوښتنې هرکلی کړی او له په دې ماموریت کې یې د پاکستان له ونډې اخیستو مننه کړې ده.
د «سوله ساتو» په نوم دغه نړیوال ځواکونه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې یوه برخه ده چې د حماس جهادي غورځنګ د بېوسلې کولو واک هم ورکړل شوی او تازه پاکستاني حکومت له امریکا څخه په دغو ځواکونو کې د خپلو عسکرو د ځای پرځای کولو غوښتنه کړې ده.

