ډېر لوستل شوي

اندونیزیا کې مرګونې ترافیکي پېښه؛ پنځلس کسان پکې مړه شوي

اندونیزیا کې نن سهار د یوه مسافر وړونکي بس په ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
اسوشيټېډ پرېس د اندونیزیا د لټون او ژغورنې ادارې د مشر بودیونو په حواله ويلي، پېښه د یوه عمومي لویې لارې پر سر د جاکارتا او د لرغوني تاریخي ښار «یوګياکارتا» ترمنځ شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د بس چلوونکي د سړک په «عوارضي» برخه کې د موټر کنټرول له لاسه ورکړی، له خنډونو سره تر ټکر وروسته بس چپه شوی دی.
د چارواکو په وینا، یاد بس ۳۴ مسافر لېږدول، خو تر اوسه د پاتې ۱۹ ټپیانو یا ژوندي پاتې شویو کسانو د روغتیايي وضعیت په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
اندونیزیا، چې د سوېل ختیځ اسیا په سیمه کې موقعیت لري، له زرګونو ټاپوګانو جوړه ده او د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه اسلامي هېواد بلل کېږي.

اړوند خبرونه