ډېر لوستل شوي

روسی جنرال «فانیل سَرواروف» په چاودنه کې وژل شوی

روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو عملیاتي رییس، جنرال لیتننت فانیل سَرواروف په موټر کې د ځای‌پرځای شویو توکو د چاودنې له امله وژل شوی دی.
په راپورونو کې د روسیې د څېړنیزې کمېټې په حواله ویل شوي چې جنرال فانیل د هغه په موټر کې د اېښودل شوي ماین د چاودنې له امله ژوند بایللی دی.
یادې کمېټې د دغو توکو په ځای پرځای کولو کې د اوکراین ځانګړي ځواکونه ښکېل بللي او په وینا یې چې اوکراین تر دې مخکې هم په ورته چاودنو کې لاس درلود.
د یادولو ده چې د اوکراین جګړې له پیل راهیسې په روسیه کې ورته لسګونه چاودنې شوې دي.

اړوند خبرونه