ډېر لوستل شوي

د راتلونکو ډاکټرانو لپاره نوې هیله؛ افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د طب پوهنځي لابراتوار پرانیستل شوی

د لوړو زده‌کړو وزیر شيخ نداء محمد نديم د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي لابراتوار پرانيستی دی.

د ياد وزارت وياند حافظ ضياءالله هاشمي وايي، چې ښاغلي نديم د نوې علمي اسانتیا له رامنځته کېدو خوښي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې له شته وسایلو څخه باید په معیاري او اغېزمن ډول استفاده وشي، تر څو د زده‌کړو کیفیت لا لوړ شي.

د لوړو زده‌کړو وزير زیاته کړې، چې د لابراتوار په فعالېدو سره به له متخصصو ډاکټرانو سره تخنیکي او مسلکي اړیکې پراخې او محصلینو ته به عملي او څېړنیزې اسانتیاوې برابرې شي.

د پوهنتون سرپرست رييس دوکتور رفیع‌الله عطاء د لوړو زده‌کړو وزارت له رهبرۍ مننه کړې او د طب پوهنځي د استادانو هڅې یې ستایلې يې دي. یاد لابراتوار د طبي ټکنالوژۍ او مایکروبیولوژي څانګو لپاره فعال شوی، چې پکې د مالیکولر بیولوژي، بکتریالوژي، پرازیتولوژي، مایکولوژي او ایمونولوژي پرمختللي معاینات ترسره کېږي.

اړوند خبرونه