ډېر لوستل شوي

کابل کې نهه روغتیايي مرکزونه تړل شوي 

عامې روغتیا وزارت وایي چې د کابل په شپږمه ناحیه کې نهه روغتیايي مرکزونه د خپلسري فعالیت او له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي دي.

د روغتیا وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا روغتیايي مرکزونه د روغتیايي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسوولینو له لوري د څارنې په پایله کې تړل شوي دي. 

عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې د ټولو درملتونونو له مسوولینو غوښتي وو چې د روغتیایي قوانینو په مراعتولو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې له روغتیايي مرکزونو او درملتونونو څخه د نظارت په پایله کې لسګونه درملتونونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي وو.

اړوند خبرونه