ډېر لوستل شوي

پکتیا کې ۵۰۰ راستنو شویو کورنیو بشري مرسته ترلاسه کړې

افغاني سرې میاشتې په پکتیا کې ۵۰۰ راستنو شویو کورنیو ته ۱۲ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکي وېشلي دي.  

د دې ادارې په اېکس‌‌پاڼه لیکل شوي چې دا مرسته د ترکیې سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه او نن په مرکز، ګردیز ښار کې ۵۰۰ راستنو شویو کورنیو ته ورکړل شوې ده. 

په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۰ کیلوګرامه وریژې، پنځه لیټره غوړي، ۱۰ کیلوګرامه بوره، ۱۰ کیلو ګرامه مالګه، درې کیلو ګرامه نخود، ۳۵۰ ګرامه وچې شیدې، دوې کمپلې، پنځه کیلو د کالیو وینځلو پوډر، دوه بوتله د لاس‌وینځلو مایع، پنځه بوتله د لوښو وینځلو مایع او د ژمنیو توکو یوه بسته ورکړل شوي دي. افغاني سرې میاشتې ویلي چې په دې مرستې سره به یادې کورنۍ خپلې اړتیاوې تر یو حده پوره کړي.

اړوند خبرونه