د متحده عربي اماراتو د دولت رييس شیخ محمد بن زاید النهيان د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په رسمي بلنه د اسلاماباد ښار ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې، چې شیخ محمد بن زاید به د دې سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، پراختیا او سیمهییز ثبات خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې، د متحده عربي اماراتو د دولت رييس به د پاکستان له مشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف سره جلا جلا لیدنې هم ولري. دا سفر د اسلاماباد او ابوظبۍ ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د لا پیاوړتیا په چوکاټ کې مهم بلل شوی دی.

