د کندهار ځایي مسوولین وايي، ټاکل شوې چې د روان کال په ترڅ کې ۲۰ زره ټنه تازه انار له کندهاره د متحده عربي امارات او قطر هېوادونو ته صادر شي.
د ياد ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ رياست وياند محمد حنيف حقمل وايي، د تازه مېوو دغه صادراتي جوپه به نن تر غرمې مخکې له کندهاره د يادو هېوادونو په لور ولېږدول شي.
د ښاغلي حقمل په وينا، دا انار تر پروسس او معیاري بستهبندۍ وروسته د قطر پلازمېنې دوحې او د اماراتو پلازمېنې ابوظبي ته صادرېږي. نوموړي زیاته کړې، چې د تازه مېوو صادرات د هېواد د کرنیز سکتور د پیاوړتیا، د بزګرانو د عوایدو د زیاتوالي او د افغانستان د صادراتو د پراختیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.

