ډېر لوستل شوي

د پاکستان جبري ايستنې او د افغان حکومت چمتووالی؛ يوه ورځ کې ۳ زره او ۵۲۸ تنه راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون وايي، په يوه ورځ کې ۳ زره او ۵۲۸ تنه افغان کډوال له پاکستان څخه په جبري توګه رايستل شوي دي.

د ياد کمېسيون دارالانشا د خپلو کمېټو د ورځني کاري راپور په خپرولو سره ويلي، دغه شمېر کډوال پرون (شنبه) د هېواد له بېلابېلو لارو راستانه شوي دي.

د راپور له مخې، د ننګرهار تورخم له لاري ۳ زره او ۱۲۴ تنه، د کندهار سپين بولدک له لارې ۴۰۴ تنه او هلمند بهرامچې له لارې ۱۷۰ تنه راغلي دي.

کمېسيون زياته کړې چې د دوی د بېلابېلو کمېټو له لوري ورته لازمې اسانتياوې هم برابرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون کاري کمېټې هره ورځ له يادو لارو له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهير تنظيم او مديريت کوي.

اړوند خبرونه