ډېر لوستل شوي

مکسیکو کې د اورګاډي د چپه کېدو پېښه؛ ۱۳ کسان مړه او لسګونه نور ټپيان شوي

د مکسیکو په سویل لوېدیځ کې، د اوساکا ایالت د نیزندا ښارګوټي ته نږدې د اورګاډي چپه کېدو له امله ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹۸ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا پېښه له پټلۍ څخه د اورګاډي د وتلو له امله رامنځته شوې ده.
ويل‌کېږي، په دې اورګاډي کې ۲۴۱ مسافر سپاره وو، چې د پنځو ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د اوساکا والي د پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ایالتي او فدرالي ادارې د قربانیانو د مرستې او د ټپیانو د درملنې لپاره په ګډه هڅې کوي.

اړوند خبرونه