ډېر لوستل شوي

سوډان کې روان تاوتريخوالی؛ تېرو درېیو ورځو کې تر ۱۰ زره ډېر کسان بې‌ځایه شوي

د ملګري ملتونه د کډوالو نړيوال سازمان خبر ورکړی، چې په لوېدیځ او سویلي سوډان کې د روان تاوتریخوالي له امله، په تېرو درېیو ورځو کې تر ۱۰ زره ډېر کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.
یاد سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له اپرېل راهیسې په سوډان کې روانو جګړو د لسګونه زره کسان ژوند اخيستی او شاوخوا ۱۴ ميليونه نور یې بې‌ځایه کړي دي.
د راپورونو له مخې، درې کلنې جګړې شاوخوا ۲۱ ميليونه وګړي له سختې لوږې سره مخ کړي او د جګړې د دوام له امله بشري مرستو ته د اړمنو خلکو لاس‌رسی خورا محدود شوی دی.
ملګري ملتونه همداراز وايي، چې تر څلور ميليونه ډېر کسان د جګړې له امله له سوډان څخه ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي. په سوډان کې جګړه د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د ۲۰۲۳ کال د اپرېل په ۱۵مه پیل شوې، چې لا هم روانه ده.

اړوند خبرونه