ډېر لوستل شوي

پکتیا کې د دوو کورنیو ترمنځ ۶۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي چې د پکتیا ولایت په «میرزکي» ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۶۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د دې دښمنۍ پرمهال درې کسان وژل شوي وو او تازه د قومي مشرانو، ديني عالمانو او متنفدينو په ملتيا د پرله‌‌پسې ناستو او هڅو په پايله کې پایته رسول شوې ده.
“د روغې جوړې په يادو مراسمو کې دواړو خواوو په بشپړه رضايت سره تېر هېر کړل، يو بل ته يې بښنه وکړه او د ورورولي، سولې او ګډ ژوند ژمنه يې وکړه چې په همدې سره يې د سولې غاړې سره ورکړې.”
د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د اړوند مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په هڅو لسګونه ورته دښمنۍ پایته رسول شوې دي.

اړوند خبرونه