د ا.ا ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال او کفیل، مولوي عبدالکریم فاتح د ایران د وسپنې پټلۍ ادارې له رییس، جبارعلي ذاکري سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکس لیکلي چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او ټولنیزو اړیکو پر پراختیا، او د افغانستان له لارې له چین سره د ایران د نښلولو په اړه بحث شوی دی.
ښاغلي حقشناس همداراز لیکلي چې د هرات – بلخ اوسپنیزې کرښې کریدور ځانګړی اقتصادي او ستراتېژیک ارزښت لري چې دا کریدور د افغانستان له لارې ایران، ترکیه او اروپایي هېوادونه له مرکزي آسیا هېوادونو او چین سره نښلوي.
سرچینې لیکلي چې دا نښلون به د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ په پراختیا کې مهم رول ولري.

