د کابل ښاروالۍ د ودانيزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر وايي، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په کابل ښار کې ۳۵۰ کیلومټره سړکونه جوړ کړي دي.
د اميد راډيو خبريال د کابل ولایت د اداري ودانۍ مخې ته د «هوایي پل» د جوړولو په مراسمو کې د ښاغلي ياسر په حواله ويلي، په کابل ښار کې د ټرافیکي ستونزو د کمولو لپاره د ښاروالۍ ۱۲۰ پروژې دوام لري.
د کابل ښارولۍ د ودانيزو چارو مرستيال د «برکي پل» پروژې ته په اشارې ويلي، چې تر دې مهاله يې په چارو کې ۴۵ سلنه پرمختګ شوي دي.

