ډېر لوستل شوي

اترېش د افغان کډوالو ملاتړ لپاره تازه یو میلیون ډالر مرسته کړې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) خبر ورکړی، چې اترېش هېواد د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ په موخه یو میلیون ډالر مرسته کړې ده.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه اندازه پیسې به د راستنېدونکو د ملاتړ او خپلو مېنو ته د هغوی ستنېدو بهیر باندې ولګول شي. افغان حکومت وړاندې په وار وار د دې مرستو هرکلی کړی او دې برخه کې له ښکېلو نړېوالو بنسټونو یې د مرستو شفاف وېش غوښتنه کړې.

اړوند خبرونه