ډېر لوستل شوي

د امریکا د کانګرس غړی: د ایران ولس له خپل اوسني حکومته سخت ستړی شوی

د امریکا کانګرس د استازو جرګې ډیموکراټ غړي جاش ګوتهایمر ویلي، د ایران ولس له خپل اوسني حکومت څخه سخت ستړی شوی او د بدلون لپاره یې پاڅون کړی دی.
نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه څرګنده کړې، چې ایرانیان د حکومت د ظالمانه سیاستونو پر وړاندې په زړورتیا او مېړانه مبارزه کوي. هغه د ایران د خلکو مقاومت او زړورتیا د ستاینې وړ بللې او ټینګار یې کړی، چې د هغوی د بدلون غوښتنې ملاتړ کوي.
ګوتهایمر زیاته کړې، چې د ایران ولس د خپلو حقونو لپاره ولاړ دی او نړیواله ټولنه باید د هغو خلکو تر څنګ ودرېږي، چې د ظلم او تاوتریخوالي پر وړاندې د ازادۍ غوښتنه کوي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي و، که د ایران حکومت پر سوله‌ییزو لاریونوالو ډزې وکړي او هغوی په تاوتریخوالي سره ووژني، نو امریکا به د دغو معترضینو د ژغورلو لپاره اقدام وکړي.

اړوند خبرونه