د وینزویلا د دفاع وزیر ولادیمیر پادرینو تازه یوې ټلوېزیوني وینا کې ویلي، چې ونیزویلا به د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې مقاومت وکړي او بری به ترلاسه کړي.
بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وینا څو شېبې وړاندې خبر ورکړ، چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن یې نیولي او له کاراکاس یې ایستلي. د یادونې ده، چې امریکا نن د وینزویلا پر پلازمېنه کاراکاس باندې د الوتکو او توغندیو پر مټ بریدونه وکړل.

