پر وینزویلا د ډونالډ ټرمپ په امر شوي د امریکا برید ته غبرګون کې مصري ـ امریکايي لیکوال او شنونکي باسم رأفت محمد یوسف ویلي، چې د عراق سناریو په وینزویلا کې بیا تکرارېږي.
ښاغلي باسم ویلي، د دې سناریو موخه د وینزویلا د خلکو پورې اړوند تېل، ګاز او معدني سرچینې دي، چې امریکا غواړي خپله ولکه کې یې راولي.
نوموړي ټرمپ ته په کنایه ډول زیاته کړې: “دا لېونتوب دی، موږ رښتیا هم د ځنګل په قانون کې ژوند کوو.”
د امریکا دا برید د ګڼو هېوادونو، نړېوالو بنسټونو او مشهورو اشخاصو لخوا غندل شوی او دا یې غیري قانوني او د شرم وړ اقدام بللی دی. د یادونې وړ ده، چې ظاهراً امریکا تېره ورځ د نشه يي توکو سره د مبارزې په نوم پر وینزویلا پوځي بریدونه وکړل او د یاد هېواد ولسمشر او مېرمن یې امریکا نیویارک ته د محاکمې په موخه لاس تړلي انتقال کړل.

