ډېر لوستل شوي

اوبه ولسوالۍ کې د «هفت‌ګله» پل ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی

د هرات ولایت مقام خبر ورکړی، چې د اوبه ولسوالۍ اړوند د «هفت‌ګله» کلي عامه پل د يو ميليون او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت له بيا رغونې وروسته په رسمي ډول ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د ياد ولايت مقام ویاند مفتي محمد یوسف سعیدی ویلي، چې دغه پل د کلیو د پراختیا ریاست د تخنیکي ټیم له‌خوا په معیاري ډول د ۱۵ متره اوږدوالي، ۴ متره سور او ۵.۵ متره نوې برخې په ورزياتېدو سره رغول شوی دی.

د چارواکو په وینا، د دې بنسټیزې پروژې په بشپړېدو سره د شاوخوا دوه زره کورنیو د تګ‌ــ‌راتګ ستونزې حل شوې او دا پل د سیمې او ګاونډیو ولسوالیو، په ځانګړې توګه د فرسي او تولک د اوسېدونکو د تګ‌ــ‌راتګ په اسانتیا کې مهم رول لري. د سیمې اوسېدونکو د پل بیا رغونه مهمه بللې او وایي، چې له دې وروسته بازارونو او روغتیايي مرکزونو ته تګ‌ــ‌‌راتګ اسانه شوی دی.

اړوند خبرونه