د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو انسټېټيوټ او د تخنیکي پلټنې ريسانو په مشرۍ د شل تنو په ګډون یو رسمي تخنیکي او مسلکي پلاوی اوزبيکستان ته سفر کړی دی.
ياد وزارت وايي، دا پلاوی به د ۲۸ ورځو لپاره د روزنیزو پروګرامونو په لړ کې ګډون وکړي، چې موخه یې د معیاري لابراتوارونو د بېلابېلو تخنیکي برخو لیدنه، له پرمختللو لابراتواري وسایلو او نوې طریقو سره بلدتیا، او د عملي تجربو تبادله ده.
د معلوماتو له مخې، دا سفر د افغانستان او اوزبيکستان ترمنځ د تخنیکي او علمي همکاریو په چوکاټ کې ترسره شوی، چې تمرکز یې د لابراتواري معیارونو پر ښهوالي، د کیفیت کنټرول پر پیاوړتیا او د کانونو په برخه کې د تخنیکي ظرفیتونو پر لوړولو راڅرخي. چارواکي وايي، دا ډول روزنیز سفرونه د هېواد د کانونو سکتور د معیاري کېدو او مسلکي پرمختګ په برخه کې مهم او اغېزناک ګام بلل کېږي.

