ډېر لوستل شوي

ملګرو ملتونو غور کې له ۵ زرو ډېرو کروندګرو ته اصلاح‌شوي تخمونه او کیمیاوي سره وېشلې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) خبر ورکړی، چې په غور کې یې ۵ زره او ۵۹۶ کروندګرو ته د غنمو اصلاح‌شوي تخمونه او کیمیاوي سره وېشلې ده.

یاد سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه مرستې په داسې حال کې ترسره شوې، چې افغان کروندګر د وچکالۍ له ناوړو اغېزو سره مخ دي او دا ملاتړ به د هغوی سره د کرنې، حاصلاتو او د خپلو کورنیو لپاره د ډوډۍ د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، یاد اصلاح شوي‌تخمونه او کیمیاوي سره د سویډن د نړیوالو پراختیايي همکاریو ادارې سیدا په همکارۍ وېشل شوي دي.

«FAO» زیاتوي، چې کروندګرو ته د مرستو تر څنګ، د کرنې اړوند لازمې عملي روزنې هم ورکړل شوې، څو وکولای شي له وېشل شويو توکو څخه اغېزمنه استفاده وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو افغان کروندګرو ته اصلاح‌شوي تخمونه او کیمیاوي سره وېشلي دي.

اړوند خبرونه