ډېر لوستل شوي

د پکتیا عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو مدیریت له مرکزي ډیټابیس سره نښلول شوی

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د پکتیا عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو مدیریت مرکزي ډیټابیس له سیستم سره نښلول شوی دی.

ياد وزارت وايي، دا اقدام د ډیټابیس امریت له لوري د ډیجیټل کولو د پروسې د پراختیا په موخه ترسره شوی، چې له لارې به د یاد ریاست د جوړښت، مقرریو او اړوندو اسنادو ارزونه او تثبیت د مرکزي سیستم معیارونو سره سم ترسره شي. همدارنګه، د پکتیا عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو پرسونل ته د یاد ډیټابیس سیستم عملي روزنه ورکړل شوې او د کارونې لارې چارې ورښودل شوې، څو د کارکوونکو مقرري، منفکي، استعفاوې او نور اداري بدلونونه په ډیجیټلي ډول ثبت او له مرکز سره شریک کړي.

اړوند خبرونه