د لوګر ولایت په مرکز کې د ښاروالۍ له لوري د ۴۷ میلیونه افغانیو په لګښت له شهيدانو څلورلارې تر پایخېلو پورې د ۲.۱ غځېدلي سړک د بیارغونې چارې رسماً پیل شوې دي.
د اميد راډيو سيمهييز خبريال په دې مراسمو کې د لوړپوړو چارواکو په حواله ويلي، چې د اسلامي امارت له لوري د لوګر تر څنګ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو د ژوند د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره ګڼې پراختیايي پروژې روانې دي او دا لړۍ به لا هم دوام ولري. د مسوولینو په وینا، د دې سړک په بشپړېدو سره به نه یوازې د لوګر ښار دننه تګــراتګ اسانه شي، بلکې د خوست، پکيتا او پکتیکا ولايتونو د اوسېدونکو لپاره به هم د تګــراتګ اسانتیاوې او لاسرسی لا زیات شي.

