د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلېنسکي ویلي، چې د ژمي په سختو شرايطو کې د روسیې وروستيو هوايي او توغندیز بریدونو د اوکراین د انرژۍ پر مهمو تاسیساتو دروند اغېز کړی او دا کړنې یې «قصدي او بېرحمانه ترهګري» بللې دي.
د راپورونو له مخې، زيلېنسکي څرګنده کړې چې روسیې یوازې په تېرو څو ورځو کې پر اوکراین سلګونه ډرون بریدونه کړي، لسګونه هدایت شوي بمونه یې غورځولي او ګڼ توغندي یې توغولي دي.
نوموړي د ژغورنې او بېړنیو مرستو د ټیمونو د هڅو ستاینه کړې، خو ویلي یې دي چې په یو شمېر سیمو کې لا هم خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او وضعیت عادي شوی نه دی.
د یادونې ده، چې درې ورځې وړاندې روسیې د اوکراین په ښارونو د اټومي وړتیا لرونکو بالسټیک توغندیو بریدونه هم کړي وو، چې پراخ ویجاړی یې رامنځته کړی و.

