ډېر لوستل شوي

امریکا کې پراخ ولسي لاريونونه؛ ګڼو امريکايي ښاريانو د ټرمپ پر ضد شکايتونه ثبت کړي

په امریکا کې د کډوالۍ ادارې د افسرانو له‌خوا د یوې ښځې تر وژل کېدو وروسته، د دغه هېواد په ګڼو ایالتونو کې د کډوالۍ د سختو سیاستونو پر ضد پراخ او سراسري اعتراضونه پیل شوي دي.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، زرګونو امریکايي ښاریانو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پر تګلارو اعتراضونه کړي او دا سیاستونه یې د اساسي قانون خلاف بللي دي.
د راپور پر بنسټ، د مینه‌سوتا ایالت او د دغه ایالت د دوو لویو ښارونو، مینیاپولیس او سنت‌پال اوسېدونکو د ټرمپ پر ضد رسمي شکايتونه ثبت کړي، څو د فدرالي کډوالۍ د قوانینو د پلي‌کېدو مخه ونیسي.
په ثبت شوې عریضه کې د امریکا د کورني امنیت وزارت د اساسي ازادیو او د قانوني ملاتړونو په نقض تورن شوی دی.
د شکایت په یوه برخه کې ویل شوي، چې فدرالي مامورين او افسران کافي مسلکي روزنه نه لري، له خلکو سره د زور زياتې چلند او د پراخو غیرقانوني کړنو له لارې یې د مینه‌سوتا اوسېدونکي له سختې وېرې سره مخ کړي دي.
شکایت کوونکي د مینه‌سوتا ایالت او د مینیاپولیس او سنت‌پال ښارونو کې د فدرالي کډوالۍ مامورينو د پراخو عملیاتو د سم‌لاسي درولو غوښتنه کوي.
دا اعتراضونه په داسې حال کې پیل شوي، چې د امریکا فدرالي کډوالۍ ادارې د دوه زره مامورانو په استولو سره، په یادو سیمو کې د کډوالو پر ضد پراخ عملیات پيل کړي؛ هغه عملیات چې تر دې دمه پکې شاوخوا دوه زره کسان نیول شوي او د امریکا د کډوالۍ په تاریخ کې تر ټولو ستر عملیات بلل شوي دي.

اړوند خبرونه