د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د ولسوالیو د روغتیا مسوولینو له استازو سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې د ولسوالیو د روغتیا مسوولینو د خپلو ترسره شويو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړي، شته ستونزې یې تشریح کړې او د ورځنیو چارو د لا ښه والي په موخه یې خپلې غوښتنې له وزیر سره شریکې کړې.
د عامې روغتیا وزیر د خپلو خبرو پر مهال د ولسوالیو د روغتیا مسوولینو هڅې ستایلې او د چارو په ترسره کېدو کې یې د لا زیاتې پاملرنې او شفافیت پر اړتیا ټینګار کړی دی. نوموړي همداراز د روغتیا د مسوولینو چارو ته پر وخت رسېدنې لپاره د ټرانسپورټي وسایطو برابرولو، د معاشونو لوړولو او د هغوی د تشکیلاتو د تنظیم په برخه کې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې کړې او زیاته کړې يې ده، چې هڅه به کوي تر څو شته ستونزې حل او د روغتیا اړوند چارې لا معیاري شي.

