ډېر لوستل شوي

واشنګټن له ایرانه د امريکايي وګړو د ژر وتلو خبرداری ورکړی

د ایران لپاره د امریکا انلاین سفارت د يوې رسمي خبرپاڼې له لارې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله دې ژر تر ژره له ایران څخه ووځي.

یاد سفارت له امریکایي وګړو غوښتي، چې د امکان تر کچې دې د مرستندویه ادارو له تمې پرته، خپله ځانونه خوندي سیمو ته ورسوي، ځکه د امریکا حکومت نشي کولای په ایران کې د هغوی د امنیت بشپړ تضمین وکړي.

دا خبرداری په داسې حال کې خپرېږي، چې په ایران کې د روانو لاریونونو له امله د تهران او واشنګټن اړیکې لا ترینګلې شوې دي. بايد وويل شي، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ایران ته خبرداری ورکړی و، چې که د لاریونونو د مهارولو لپاره له زوره کار واخیستل شي، نو پر دغه هېواد به پوځي اقدام وشي.

اړوند خبرونه