د رياستالوزرا اقتصادي معاونيت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د پوهنې وزارت د خصوصي زدهکړو رياست د عوايدو د لوړوالي او غوره مديريت طرحه او د اړتيا وړ وسايلو او تجهيزاتو «پروپوزل» وړاندې شوی دی.
ياد معاونيت وايي، په دې غونډه کې له هراړخیزو بحثونو وروسته، دا طرحه او پروپوزل تایید شوی او د وروستۍ پرېکړې لپاره اقتصادي کمېسیون ته لېږل شوی دی.
اقتصادي معاونيت ډاډ ورکړی، چې د یادې طرحې په عملي کېدو سره به د ښوونیزو خصوصي مرکزونو خدمتونه معیاري، زدهکوونکو ته به مناسب فیسونه وټاکل شي او د ښوونیزو مرکزونو ستونزو ته به پر وخت رسیدنه کېږي.

