د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تازه ویلي، چې د ایران پر وړاندې د واشنګټن وروستی هدف «وینزویلا ته ورته بریا» ده.
ټرمپ دا څرګندونې له امریکايي خبري شبکې «سيبياېس» سره په مرکه کې کړې او ويلي يې دي، چې تر اوسه هېڅوک نه دي توانېدلي چې په ایران کې د وروستیو د وژل شویو لاريونوالو کره شمېرې ورته وړاندې کړي، خو د هغه په وینا، ښکاري چې دا شمېرې لوړ دی او دا چاره به د ایران حکومت ته جدي ستونزې جوړې کړي.
نوموړي همدارنګه د نیول شویو لاريونوالو د احتمالي اعدام په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: “موږ نه غواړو هغه څه چې دا مهال په ایران کې روان دي، دوام ومومي. لاريون یو جلا بحث دی، خو کله چې د زرګونو کسانو د وژل کېدو او بیا د اعدام خبرې کېږي، نو دا به د دوی لپاره ښه پايله ونه لري.”
د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې که نيول شوي لاريونوال اعدام شي، د تهران پر وړاندې به د واشنګټن غبرګون «تر دې هم سخت» وي.
د راپورونو له مخې، راتلونکې ۲۴ ساعته د ټرمپ د دغو خبرداریو د جديوالي لپاره مهمې بلل شوې دي، خو لا هم څرګنده نه ده چې امریکا به د ایران د وروستیو ۱۸ ورځنیو خونړیو اعتراضونو په تړاو څه ډول عملي ګامونه واخلي. د ويلو ده، چې د ایران حکومت دغه لاريونونه «د کورني نظم له منځهوړل» بللي دي.

