په داسې حال کې چې پر ایران د امریکا د احتمالي پوځي برید په اړه اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرامپ ادعا کړې چې په ایران کې وژنې کمې شوې او د معترضینو د اعدام راپورونه نهشته.
نړیوالو رسنیو تېره شپه راپور ورکړی، چې نوموړي دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ له بیضوي دفتره کړې او ویلي یې دي چې د ایران په تړاو ورته تازه معلومات رسېدلي دي.
د امریکا ولسمشر که څه هم د ایران پر وړاندې د پوځي اقدامه احتمال په بشپړه توګه نه دی رد کړی، خو ټینګار یې کړی چې وروستي معلومات د ایران د کورني وضعیت د بدلون ښکارندویي کوي.
تر اوسه روښانه نه ده چې د ټرمپ دا څرګندونې د واشنګټن له احتمالي بريد په تړاو د نړيوالو د پام اړولو لپاره سیاسي تاکتیک دی او که دا د ایران پر وړاندې د پوځي اقدامه د شا تګ نښه ده.
په ورته وخت کې، د امریکا د ګواښونو له زیاتېدو سره هممهاله، په منځني ختیځ کې له احتمالي بريد څخه د ټرمپ راګرځولو هڅې هم روانې دي. د راپورونو له مخې، سعودي عربستان هڅه کړې چې د سپینه ماڼۍ مشر د ایران پر وړاندې د احتمالي برید له پایلو خبر او له دې اقدامه یې راوګرځوي.

