له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د را ایستلو په دوام، پرون د هېواد له بېلابېلو لارو ۵۱۴ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي چې پرون د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۱۰، د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۸، د سپين بولدک له لارې ۲۸، د تورخم له لارې ۴۴۷ او د هلمند د بهرامچې له لارې ۱۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د دې ادارې په راپور کې ویل شوي
چې ۶۱۱ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۶۲۸ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي. د یادولو ده چې سږ کال له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري را ایستل زیات شوي دي.

