ډېر لوستل شوي

پاکستان له ایران سره پر پوله امنیتي تدابیر سخت کړي

د وروستیو اوونیو په ترڅ کې په ایران کې د ناآرامیو له زیاتېدو وروسته، پاکستان د یاد هېواد سره پر ګډه پوله خپل امنیتي تدابیر سخت کړي دي.
د پاکستان رسنيو «اسلام‌آباد ټایمز» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له ایران سره پر پوله پاکستاني امنیتي ځواکونه د بشپړ چمتووالي په حالت کې دي.
د بلوچستان ایالت چارواکي وایي، د امنیتي تدابیرو د سختولو موخه دا ده چې له ایران څخه د احتمالي امنیتي ستونزو مخه ونیول شي، څو د پاکستان خاورې ته ونه غځېږي.
د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزارت د اعلی وزیر مرستیال سکرتر حمزه شفقت د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې د امنیتي ننګونو شتون تایید کړی او ویلي یې دي، چې د پاکستان او ایران پوله په بشپړ ډول خوندي نه ده او د دې اوږدې پولې هر وجب ساتنه د سرحدي ځواکونو لپاره ستونزمن کار دی.
په همدې حال کې، پاکستاني چارواکو له ایران سره پر پولو مېشتو خلکو غوښتي، چې د تګ‌ــ‌راتګ پر مهال له ځان سره لازم اسناد ولري او خپل هوښیارتیا او بیداري وساتي.
په راپور کې همداراز ویل شوي، چې د بلوچستان ایالت د ایران له ګاونډیو سیمو سره ژور قومي، ژبني او قبایلي اړیکې لري، چې دا چاره د ځایي وسله‌والو شبکو د پیاوړتیا او یا هم د کډوالو د احتمالي څپو په اړه اندېښنې زیاتوي او امنیتي وضعیت لا پېچلی کوي.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان او ایران شاوخوا ۹۰۹ کیلومتره ګډه پوله لري.

اړوند خبرونه