د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمد الله فطرت ویلي، چې په تېر يو کال کې شاوخوا ۲.۸ میلیونه افغان کډوال په جبري ډول راستانه شوي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د اړوند کمېټو له لوري ورته لومړني خدمتونه برابر شوي دي.
د اميد راډيو خبريال د «ملت یووالی، د اسلامي نظام بقا او د خلکو سوکالي» تر عنوان لاندې ولسي غونډه کې د ښاغلي فطرت په حواله ويلي، چې افغان کډوالو ته تر دې مهاله له ۳ زره جریب ډېره ځمکه ورته وېشل شوې ده.
همداراز، اسلامي امارت په تېر يو کال کې بېوزلو، يتيمانو او معلولو کسانو ته ۱۲ ميليارده نغدي افغانۍ هم وېشل شوې دي. نوموړي د اقتصادي برخې ته په اشارې ويلي، چې یوازې له افغان سوداګرو میرویس عزیزی سره د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت څو اقتصادي پروژې لاسلیک شوې دي.

