د سویلي امریکا چیلي هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ځنګلي اورونو له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي، سلګونه کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ او سلګونه کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.
رويټرز د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دا مهال هم له ۳۰ ډېرو بېلابېلو سيمو کې اورلګېدنه دوام لري.
د چیلي د امنیت وزیر لوييس کوردېرو ويلي، د لوړې تودوخې او توندو بادونو له امله دا وېره شته چې په بېلابېلو سيمو کې نوي اورونه هم ولګېږي.
د مرکزي او جنوبي چیلي يو شمېر سيمې د شدیدې ګرمۍ تر خبرداري لاندې دي، چې تودوخه به تر ۳۷ سانتيګرادو پورې ورسېږي. د یادونې وړ ده، چې چیلي د سویلي امریکا په لوېدیځ کې، د ارام سمندر پر غاړه موقعیت لري او وخت نا وخت د تېزو بادونو او لوړې تودخې له امله د اورلګېدنو کوربه وي.

