ډېر لوستل شوي

ملا نورالدین ترابي: له هېوادونو سره سوداګریزې او بشري اړیکې لویې ستونزې حل کولای شي

د اسلامي امارت له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې رییس، ملا نورالدین ترابي د اذربایجان له سفیر، الهام محمدوف سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. 

د دې ادارې ویاند، حافظ محمد یوسف حماد امید راډیو ته ویلي چې په دې کتنه کې د پېښو مدیریت په برخه کې د همکاریو پر څرنګوالي او بېلابېلو مسایلو خبرې شوې دي.  

 په دې کتنه کې ملا نورالدین ترابي ویلي: “موږ له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو. زموږ بشري دیپلوماسي غیرسیاسي ده، خو د سوداګریزو او بشري اړیکو درلودل کولای شي، چې لویې ستونزې حل کړي.”

ښاغلي ترابي همداراز هیله ښودلې چې اذربایجان له تمویل کوونکو سره د ښو اړیکو لرلو له لارې هغوی وهڅوي چې د افغانستان د ماین پاکۍ له پروګرام څخه ملاتړ وکړي.

د سرچینې په وینا چې بلخوا د اذربایجان سفیر، الهام محمدوف ویلي چې دواړه هېوادونه له کلتوري او دیني پلوه ډېر مشترکات لري، چې دا چاره کولای شي د اړیکو په پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.

نوموړي ډاډ څرګند کړی چې دا مهال یې د خپلې پراختیایي بودیجې پر طرحه کار روان کړی او هڅه کوي چې د افغانستان موضوع هم پکې په پام کې ونیول شي.

اړوند خبرونه