ډېر لوستل شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر له «الکساندر ماتیو» سره د راستنېدونکو افغانانو پر لاسنیوي غږېدلی 

د ا.ا کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر د سره صليب او سرې میاشتې ټولنې په نړيوال فدراسيون کې د اسيا لویې وچې د برخې له مشر «الكساندر ماتيو» سره په کتنه کې د کډوالو اړوند پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. 

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د الکساندر ماتیو له قوله ویل شوي چې نړیوال سور صلیب د روغتیا، خوراکي توکو او نقدو پيسو مرستې راستنېدونکو افغانانو ته چمتو کوي، او د اسلامي امارت لخوا په لویه کچه د کډوالو چارو پر مخ وړل يې اغېزمن یاد کړي دي. 

بلخوا مولوي عبدالکبیر الکساندر ماتیو ته ویلي چې اسلامي امارت د کډوالو ستونزو د دایمي حل هڅې کوي او راستنو شویو ته د سرپنا او کاري فرصتونو په چمتو کولو سره به افغان کډوال د ټولنې فعاله برخه شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر همداراز ټینګار کړی، که نړیوال بنسټونه د افغان حکومت په ملتیا هڅې ګړندۍ کړي، د راستنو شویو افغانانو ستونزې به ژر حل شي.

اړوند خبرونه