ډېر لوستل شوي

هسپانیا کې د ريل ګاډي بله پېښه؛ یو کس مړ او ۳۷ نور ټپیان شوي

د هسپانیا په شمال ختیځ کې د کاتالونیا په سیمه کې د مسافر وړونکي ريل ګاډي د پېښې له امله یو کس مړ او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.
سیمه‌ییزو بیړنیو خدمتونو ادارې ویلي، دا پېښه د سخت باران او توپان له امله د رودالیس شبکې د« R4» کرښې پر تېرېدونکي اورګاډي یو استنادي دیوال رالوېدلی. د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې مړ شوی کس د رېل ګاډي چلوونکی و.
دا پېښه دوه ورځې وروسته له هغې شوې، چې د کوردوبا ولایت ته نژدې د دوو ګړندیو مسافر وړونکو اورګاډو د ټکر په پېښه کې لږ تر لږه ۴۲ کسان وژل شوي وو.
چارواکي وایي، د پټلۍ د تخنیکي خرابوالي احتمال هم تر څېړنې لاندې دی.

اړوند خبرونه