د غزې د روغتیا وزارت وایي، د صهيونيست رژيم له لوري پر غزه د تازه بریدونو په پایله کې د دوو ماشومانو او درېیو خبریالانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان شهيدان شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د یاد وزارت په وینا، په یوه جلا پېښه کې د غزې ختیځ د دیر البلح په سیمه کې د یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ درې غړي شهيدان شوي دي.
بلخوا، په فلسطين کې د حماس غورځنګ دغه بریدونه له اوربند څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.
د غزې د روغتیا وزارت زياته کړې، د اوربند له پیل راهیسې اسراییلي اشغالګرو لږ تر لږه ۴۶۶ فلسطینیان شهيدان کړي دي.

